تېره ورځ (یکشنبه) د ملبورن د ډنډینانګ په پارک کې د لومړي ځل لپاره افغان کلتوري فېسټیوال جوړ شو او د افغانستان د کلتور بېلګې نندارې ته وړاندې شوې.
په دغه فېسټیوال کې د ملبورن ښار یو شمېر مېشتو افغانانو او سیاسیونو ګډون کړی و.
د افغان کلتوري نندارتون یو تن تنظیمونکي ډاکټر عجب نور صمیم له اس بي اس پښتو سره په مرکې کې ویلي چې په آسټرالیا کې د افغانانو نوی نسل له "افغاني کلتور څخه لرې پاتې کېږي او ورو ورو هغه هېروي".
هغه ویلي: "سږکال الحمدالله موږ په دې و توانېدلو چې افغان کلتوري نندارتون جوړ کړو. که څه هم دا یې شروع ده، دا نندارتون به موږ هر کال جوړه و."
"په راتلونکو کلونو کې به دغه نندارتون نور هم ښه شي او فعالیتونه به یې نور هم پراخه شي."
ښاغلي صمیم زیاته کړې چې دغه نندارتون د افغان ځوانانو د ټولنې لخوا د یو شمېر ملبورن مېشتو ځوانانو او مشرانو په همکارۍ جوړ شوی و.
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۱۲ زره او ۶۵۴ کسان په پښتو ژبه خبرې کوي. دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۱۶ کال کې ۹ زره او ۲۳۴ کسانو په آسټرالیا کې په پښتو ژبه خبرې کولې.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا ته له ۱۶ زرو څخه زیات کسان په بشردوستانه ویزو راغلي دي چې په دغه ډله کې یو زیات شمېر پښتانه هم شامل دي. دغو شمېر ته په کتو سره ویلای شو چې نن ورځ په آسټرالیا کې د پښتنو شمېر تر هغه ډېر زیات دی چې په ۲۰۲۱ کال کې ثبت شوی.
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې ډیری پښتانه د آسټرالیا په ویکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو کې ژوند کوي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.