د افغانستان اوسېدونکي له ویزې پرته د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته سفر کولای شي

د افغانستان پاسپورټ ته د ۱۹۹ هېوادونو په درجه بندۍ کې وروستی ځای ورکړل شوی.

Afghanistan Passport.jpg

Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb

د هېنلي د پاسپورټونو په تازه درجه بندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی دی.

د سنګاپور اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د فرانسې، جرمنې، ایټالیا، جاپان او هسپانیا پاسپورټونو دویم ځای خپل کړی چې اوسېدونکي یې کولی شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته سفر وکړي.

د آسټرالیا پاسپورټ ته په تازه درجه بندۍ کې ۵ ځای ورکړل شوی او اوسېدونکي یې کولی شي ۱۸۹ هېوادونو ته بې ویزې سفر وکړي.
یاد لېست کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق، یمن او پاکستان نومونه لیدل کېږي.

د سوریې پاسپورټ لرونکي ۲۸، د عراق ۳۱، یمن ۳۳ او پاکستان اوسېدونکي هم ۳۳ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.

سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پیل کې د دغې ادارې لخوا ویل شوي و چې د افغانستان اوسېدونکي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولی شي.
د هېنلي او پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.

د هېنلې او پارټنرز ادارې د معلوماتو پر اساس د افغانستان او سېدونکي له ویزې پرته لاندې هېوادونو ته سفر کولای شي.
  • بنګلدېش 
  • بروندي
  • کمبوډیا
  • کیپ ورډ ټاپوګانې
  • کومورو ټاپوګانې
  • کوک ټاپوګانې
  • جی بوتي
  • دومینیکا
  • ګینه بیسو
  • هایټي
  • کینیا
  • مکاو 
  • مدګاسکار
  • مالدیو
  • موریتانیا
  • میکرونیزیا
  • موزمبیک
  • نیوو
  • د پالاو ټاپوګانې
  • ساموا
  • رواندا
  • سیچیلیس
  • سومالیا
  • سریلانکا
  • تیمور - لست
  • توالیو
دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه شوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادراې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://www.henleyglobal.com/passport-index

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service