طالبان: په پوهنتونونو کې د انجونو او هلکانو ټولګي جلا کېږي او یو شمېر مضامین به هم حذف شي

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي چې د پوهنتونو درسونه به نږدې راتلونکې کې پیل شي، مګر په پوهنتون کې به د انجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او تحصیلي نظام به د اسلامي شریعت پر بنسټ وي.

Taliban fighters try to stop the advance of protesters marching through the Dashti-E-Barchi neighborhood,  in Kabul, Afghanistan, 8 September, 2021.

Taliban fighters try to stop the advance of protesters marching through the Dashti-E-Barchi neighborhood, in Kabul, Afghanistan, 8 September, 2021. Source: Los Angeles Times via Getty Images

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي ښځې کولای شي د زده کړو لپاره پوهنتونونو ته ولاړې شي، مګر اوس په ګډه د انجونو او هلکانو د درس ویلو وخت پای ته رسېدلی.

ښاغلی حقاني وايي‌ چې په پوهنتونونو کې به د ښځو او هلکانو ټولګي جلا وي او تحصیلي نظام به د اسلامي شریعت پر بنسټ‌ وي.

هغه وايي‌ "مونږ د ګډ تعلیمي سیسټم پای ته رسولو کې کومه ستونزه نلرو." ځکه د افغانستان "خلک مسلمانان دي او دوی به دا ومني."
تر دې مخکې طالبانو ویلي وه چې ښځې کولای شي د زده کړو لپاره پوهنتون ته ولاړې شي، مګر باید حجاب واغوندي او حد اقل په ټولګیو کې پرده واچول شي ترڅو انجونې او هلکان جلا شي.

د طالبانو په پخوانۍ دورې کې انجونو ښونځیو او پوهنتونونو ته د ورتګ اجازه نه درلوده، ښاغلی حقاني‌ وايي چې د طالبانو اوسنی تعلیمي نظام ډېر توپیر لري له تېرې دورې سره.



هغه وايي‌ : "د تیر په پرتله، د تعلیمي ادارو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی."

"دا مونږ ته د راتلونکي، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان لپاره امید راکوي ... مونږ به له هغه ځایه چې دوی پاتې دي دوام ورکوو."

ځینې ویره لري چې نوي مقررات به د میرمنو د زده کړو مخه ونیسي ځکه چې پوهنتونونه د جلا ټولګیو چمتو کولو کافي منابع نه لري.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني‌ وايي د پوهنتونونو ځینې مضمونونه به هم حذف شي:

" ځينو مضامینو کمی به راځي، چې نه له مسلکي لحاظه ګټور وي او نه هم فکري پلوه، او له اسلام سره په تصادم کې وي، ملي ارزښتونو سره په تصادم کې وي، هغو مضامینو کې به کمی راځي او هغه مضامین به ختم کړای شي."


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
طالبان: په پوهنتونونو کې د انجونو او هلکانو ټولګي جلا کېږي او یو شمېر مضامین به هم حذف شي | SBS Pashto