د کووېډ-۱۹ تازه معلومات: په سيډني ښار کې قرنطین د څلورو اوونیو لپاره و غځول شو

د ۲۰۲۱ کال، د جولای میاشتې ۲۸: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Bentleigh Secondary College students are seen returning to school as COVID-19 restrictions are eased across Victoria, in Melbourne, Wednesday, July 28, 2021.  (AAP Image/Daniel Pockett) NO ARCHIVING

Bentleigh Secondary College students are seen returning to school as COVID-19 restrictions are eased across Victoria, in Melbourne, Wednesday, July 28, 2021. Source: AAP Image/Daniel Pockett

مهم ټکي:

  • په سیډني ښار کې قرنطین  د آګسټ د میاشتې تر ۲۸ نېتې پورې و غځول شو.
  • ویکټوریا د کرونا وېروس د یوې پېښې د منبع په اړه څېړنې کوي.
  • په سویلي آسټرالیا کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
نیو ساوت وېلز 

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۷۷ نوې پېښې ثبت شوي او یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشرې، ګلاډیس برېجېکلین نن سهار (چهارشنبه) په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې په سیډني ښار به قرنطین د څلورو نورو اوونیو لپاره وغځول شي. ټاکل شوې ترڅو په نیو ساوت وېلز ایالت کې قرنطین د آګسټ د میاشتې په ۲۸ نېټه پای ته ورسېږي.

د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا برخې مسئولین وايي‌ چې د اخته کسانو له ډلې څخه ۶۸ کسان، سره لدې چې په وېروس اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د نیو ساوت ویلز ایالت روغتیایی چارواکي له ټولو خلکو څخه غواړي ترڅو واکسین ترلاسه کړي. د سیډني‌ ښا اوسېدونکي اوس کولای شي‌ له یو شمېر درملتونونو څخه هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

په  نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۹ نوې پېښې ثبت شوي، له دغې ډلې څخه ۸ پېښې له پخوانیو پېښو سره تړاو لري او یوه نوې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

په وېکټوریا ایالت کې د وروستیو محدودیتونو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي :

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine


WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 


Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 
Victoria 
Queensland 
South Australia 
ACT 
Western Australia 
Tasmania
Northern Territory

 

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کووېډ-۱۹ تازه معلومات: په سيډني ښار کې قرنطین د څلورو اوونیو لپاره و غځول شو | SBS Pashto