د کرونا ويروس تازه معلومات:په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي

د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ لسمه: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Watu wakufanya usafi waingia ndani ya shule ya umma ya Bondi Beach, Bondi, Sydney, Jumanne, 10 Agosti, 2021

Watu wakufanya usafi waingia ndani ya shule ya umma ya Bondi Beach, Bondi, Sydney, Jumanne, 10 Agosti, 2021 Source: AAP Image/Dan Himbrechts

مهم ټکي:

  • د نیو ساوت وېلز ایالت مشره وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
  • په وېکټوریا ایالت کې د ریکارډ په کچه نوي خلک واکسین ترلاسه کوي.
  • د کوینزلنډ ایالت نوي اخته شوي کسان د ناورغۍ پرمهال په قرنطین کې وه
د آسټرالیا د درملو د کنټرول ادار د مډرنا واکسین ته هم د تطبیق اجازه ورکړه


نیو ساوت وېلز 

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس۳۵۶ نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي‌ چې له دغې ډلې څخه  دریمه برخه  اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د نیو ساوت ویل ایالت په بېرون شایر، رچمند والي ، لیزمور او بالینا په محلي حکومتي سیمو کې هم قرنطین وضع شوی.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ. 

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري. 

په وېکټوریا ایالت کې د ریکارډ په کچه نوي خلک واکسین ترلاسه کوي. د ویکټوریا ایالت د روغتیا وزیر، مارټین فولي وايي چې راتلونکې میاشت کې د کرونا واکسین لپاره ۳۳۳ زره کسانو بوکینګ کړی دی

تېره ورځ د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز اعلان وکړ چې د ددغه ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین د آګست ډ میاشتې په ۱۰ نېټه پای ته رسېږي.

په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ: https://www.coronavirus.vic.gov.au/vaccination-centres


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

 


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کرونا ويروس تازه معلومات:په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي | SBS Pashto