مهم ټکي:
- په وېکټوریا ایالت کې قرنطین د جولای تر ۲۷ نېټې پورې تمدید شو.
- نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۷۸ نوې پېښې ثبت شوي.
- په سویلي آسټرالیا پنځمه درجه محدودیتونه وضع شوي.
- تر دې دمه په آسټرالیا کې ۱۰ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.
وېکټوریا
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۳ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر ۹۶ پېښو ته رسېدلی
دی.
د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز نن (سه شنبه) په یوه خبری کنفرانس کې اعلان وکړ چې په دغه ایالت کې د قرنطین د تمدید پرېکړه یې کړې ده. ټاکل شوې ترڅو محدودیتونه د جولای د میاشتې په ۲۷ نېټه د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پای ته ورسېږي.
اوسمهال په وېکټوریا کې شاوخوا ۱۵۸۰۰ هغه کسان د قرنطین په حال کې دي چې له اخته کسانو سره یې اړیکه درلوده.
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۷۸ نوې پېښې ثبت شوي او یوې ۵۰ کلنې ښځې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې دمه په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶۱ کسانو د کرونا وېروس له امله خپله ژوند له لاسه ورکړی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې کوچنياو دمنځنۍ کچې کاروبارونه اوس کولای شي د قرنطین پرمهال مرستو ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري. د غوښتنلیکونو د تړلو چارې د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ نېټه پاې ته رسیږي.
په سیډني ښار کې اوسني محدودیتونه د جولای د میاشتې په ۳۰ نېټه د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پای ته رسېږي.
لا ډېر ولولئ

د کرونا وېروس واکسینونه څومره ګټور دي؟
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوي. د سویلي آسټرالیا ایالت مشر، سټیفن مارشل په یاد ایالت کې د یوې اوونۍ لپاره پنځمه درحه قرنطین اعلان کړی.
ټاکل شوې ترڅو په وېکټوریا ایالت کې محدودیتونه د جولای په ۲۷ نېټه پاې ته ورسېږي.
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۱ نوې پېښه ثبت شوې.
نن په آسټرالیا کې د اختر لومړۍ ورځ ده:
- په خپلو کورونو کې لمونځ ادا کړئ
- په لویو ناستو کې ګډون څخه ډډه وکړئ
- ماسک واغوندئ
- د لمانځل پرمهال خپل جای نماز وکاروئ
د کووېډ-۱۹ په اړه غلط باورنه:
کرونا وېروس یواځې لوی عمر لرونکي او ناروغه کسان زیانموي، ځوانانو باندې اغېز نلري.
حقیقت:
کرونا وېروس لوی عمر لرونکي او ناروغه کسان زیات زیانموي، مګر ځوانانو باندې اغېز لري او دوي د مرګ لامل ګرځېدلی شي.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
NSW
Victoria
Queensland
South Australia
ACT
Western Australia
Tasmania
Northern Territory
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:
NSW
Victoria
Queensland
South Australia
ACT
Western Australia
Tasmania
Northern Territory