آیا ستاسو پاسپورټ باید نوی شي؟ په راتلونکي کال کې به نوی پاسپورټ ډېر لګښت ولري

په داسې حال کې چې په آسټرالیا کې د ژوند لګښت د پام وړ لوړ شوی دی، له راتلونکي کال څخه به د پاسپورټ لګښت هم لوړ شي.

A person holding an Australian passport.

د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د نوي پاسپورت ترلاسه کول د آسټرالیایانو لپاره ۱۵ سلنه زیات لګښت ولري. Source: Getty / Getty Images

د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د نوي پاسپورت ترلاسه کول د آسټرالیایانو لپاره ۱۵ سلنه زیات لګښت ولري.

د روان ۲۰۲۳ کال د جنوری په لومړی نېټه د آسټرالیا د‌ پاسپورټ بیه له ۳۰۸ ډالرو څخه ۳۲۵ ډالرو ته پورته شوه.

د راتلونکي مالي کال له پیل څخه به د یوه بالغ شخص د ۱۰ کلن پاسپورټ بیه ۳۹۴ آسټرالیايي ډالرو ته ورسېږي.
اوسمهال د یوه آسټرالیايي پاسپورټ بیه د نړۍ د یو زیات شمېر هېوادونو په پرتله لوړه ده. د بېلګې په توګه په نوي زیلنډ کې د یوه ۱۰ کلن پاسپورټ بیه ۱۹۲ ډالر او په کاناډا کې ۱۷۹ ډالره دی.

حکومت وايي چې له دغه کار سره به په دریو کلونو کې ۳۴۹ ډالره عاید را ټول شي او دغه عاید به په هغو کارونو کې ولګول شي چې لومړیتوب لري.

د آسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز وايي، دا زیاتوالی "نسبتاً معتدل" دی چې اضافي امنیتي ګټې به رامنځ ته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اضافي فیسونه به د پاسپورټ سیسټم عصري کولو لپاره وکارول شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service