Explainer

آسټرالیایان په ۲۰۲۳ کال کې له ویزې پرته چېرته سفر کولی شي؟

د آسټرالیا پاسپورټ لرونکي کولای شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته سفر وکړي.

A hand holds an Australian passport

The Australian passport is one of the world's most desirable when it comes to visa-free travel. Source: Getty / iStockphoto

مهم ټکي:
  • د جاپان پاسپورټ د نړۍ په کچه تر ټولو باوري پاسپورت بلل شوی دی.
  • د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې آسټرالیا، کاناډا، یونان، مالټا او د چک جمهوریت، اتم ځای خپل کړی.
  • د آسټرالیا اوسېدونکي د نړۍ ۴۲ هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان پاسپورټ د پنځم ځل لپاره لومړی ځای خپل کړی دی. مګر د افغانستان پاسپورټ تر ټولو د لږ اعتبار لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او د لېست په پای کې راغلی دی.

د جاپان پاسپورټ لرونکي کولای شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وګړي.

له جاپان وروسته د سنګاپور او سویلي کوریا پاسپورټونو په نوملړ کې دویم ځال خپل کړی. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي‌ د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د پاسپورټونو د درجه بندۍ نوملړ د هینلي او پارټنرز شرکت لخوا خپور شوی. یاد شرکت د دغه لېست د جوړولو لپاره د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) معلومات کارولي دي.
A list of countries with the most powerful passports
Japan topped the latest Henley Passport Index. Source: SBS
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې آسټرالیا، کاناډا، یونان، مالټا او د چک جمهوریت، اتم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

سره لدې چې د آسټرالیا اوسېدونکي کولای شي یو زیات شمېر هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي، مګر د نړۍ ۴۲ هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.

له نیمايي څخه زیات هغه هېوادونه چې آسټرالیایان هلته له ویزې پرته سفر نشي کولای افریقايي هېوادونه دي، لکه ګانا ، کینیا او سویلي سوډان.

د آسټرالیا اوسېدونکي د چین، شمالي کوریا او افغانستان په شمول د آسیا ۱۰ هېوادونو ته له سفر مخکې باید د یادو هېواونو ویزه ترلاسه کړي.
د ۲۰۲۳ کال د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې د افغانستان، عراق، سوریې او پاکستان نومونه د لېست په پای کې لیدل کېږي.

د افغانستان اوسېدونکي له ویزې پرته ۲۷ هېوادونو، د عراق ۲۹ هېوادونو، د سوریې ۳۰ هېوادونو او د پاکستان اوسېدونکي ۳۲ هېوادونو ته سفر کولای شي.
A list of the least powerful passports
The Henley Passport Index ranks the Afghan passport as the least powerful. Source: SBS
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Amy Hall, Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیایان په ۲۰۲۳ کال کې له ویزې پرته چېرته سفر کولی شي؟ | SBS Pashto