د آسټرالیا په یو شمېر ښارونو او سیمو کې د محدودیتونو له امله خلک نشي کولای له کوم دلیل پرته له خپلو کورونو څخه بهر ووځي له همدې امله محدودیتونه او قرنطین کولای شي د خلکو پر رواني او فزیکي روغتیا ناوړه اغېز ولري.
تمارا کوینټ یوه روانشناسه او د آسټرالیا د رواني ټولنې رییسه ده. هغه وايي په آسټرالیا کې محدودیتونو پر هر شخص اغیز کړی دی او یا د کووېډ-۱۹ په اړه اندېښنې لري.
هغه وايي: " کله چی خلک په قرنطین کې وي نو مونږ د هغو په اړه ډېرې خبرې اورو لکه د هغوی د ناروغی ویره, په کورنیو باندې د اغېزو ویره, د روغتیایی سیستم او د روان حالت د اداره کولوه په اړه اندیښنی او همچنان د هغو په ورځنی ژوند باندی اغیزی, هغوی څه کوی, چیرته ځی دا تول بندیزونه او آنلاین خسته ګی. د هغو خلکو لپاره چی په قرنطین کی ندی, هم دا تولی اندیښنی په راتلونکی کی موجودی دی . ډیرو خلکو د سفر پلان درلوده د ژوند تول پلانونه یی خراب شوه او د دی وبا له امله هر سه تغیر شوه دیره پراخه اغیزه یی درلودله."
د بیانډ بلو ادارې ویاندې سې سيل سې هم اضطراب تجربه کړی دی او اسمهال د خپل وضعیت او احساساتو په اړه پوره پوهاوی لري. نوموړی اوسمهال د سیډڼي ښار په پاراماتا سیمه کې ژوند کوي چېرته چې ډېر سخت محدودیتونه وضع شوي دي.
نوموړې وايي کله نا کله هغه ډېره اندېښمنه وي.
"زه فکر کوم چې مهمه داده ترڅو پوه شو مونږ یواځي انسانان یو, سمه ده؟ زه احساس کوم چی کله نا کله ما په خپل ځان دیر فشار راوستلی ترڅو ښه و اوسم.
مونږ باید له خپل احساساتو نه پوه اوسو. زه دیره خوشحاله وم چی قرنطین به په سیډني کی پاې ته ورسیږي خو نور هم وغزول شو. یقینا ً, په راتلونکې کې به سختې ورځې شتون ولري."
میرمن سای وایی چی د قرنطین په جریان کې یو وخت هغې د ویروس له اخته کیدو دومره ویره درلوده چی دوه هفتې له کور نه بهر ونه وتله.

Source: Getty Images
"یقینا ً, یو وخت وه چې ما بهر تلل بند کړل, زما تل خوښیدل چې بهر ته لاړه شم. ما عادت درلوده چیې هره ورځ پارک ته لاړه شم خو په یوې نقطه کې ما بهر تلل بند کړل حتا سودا اخیستل. زه فکر کوم چی اصلی دلیل یی ډار وه او دا چی خلکو د قضیو د لوړیدو په اړه خبری کولی"