آسټرالیا څومره نفوس لري او ډیری آسټرالیایان په کوم ایالت کې ژوند کوي؟

Business leaders have urged the Australian government for migration

Source: AAP

د نن ورځې په پوډکاسټ کې مو د آسټرالیا د نفوس په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


آسټرالیا د مساحت له پلوه له روسیې، کاناډا، چین، امریکا او برازیل وروسته د نړۍ شپږم لوی هېواد دی. په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۷ میلیونه او ۳۱۴ زره کسان ژوند کوي او د نفوس له نظره د نړۍ ۵۶ام ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.

په ۱۷۸۸م کال کې د اروپایانو له مېشتېدنې وړاندې، بومیان په آسټرالیا کې اوسېدل. په دې اړه دقیق معلومات نشته چې په هغه وخت کې د آسټرالیا نفوس څومره وه، مګر تخمین کېږي چې په هغه وخت کې د ۳۱۵ زرو او ۱ میلیونو ترمنځ بومیانو په دغه هېواد استوګنه درلوده.

د اروپایانو له مېشتېدنې وروسته، د آسټرالیا نفوس په تدریجې ډول سره زیات شوی.
د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۱۹۰۱ م کال کې په آسټرالیا کې ۴ میلیونه کسان اوسېدل.

په ۱۹۶۰م کال کې شاوخوا ۱۰ میلیونه، په ۱۹۸۵ کال کې ۱۵ میلونه، په ۲۰۰۰م کال کې ۱۸ میلیونه، په ۲۰۱۶ کال کې ۲۴ میلیونه او اوسمهال څه باندې ۲۷ میلیونه کسان په آسټرالیا کې استوګنه لري.

شمېرې ښيي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د آسټرالیا نفوس دوه برابره شوی دی. په ۱۹۷۴م کال کې شاوخوا ۱۳.۷ میلیونه کسان په آسټرالیا کې اوسېدل مګر اوسمهال د آسټرالیا نفوس له ۲۷ میلیونو څخه زیات دی.
په نیو ساوت ایالت کې شاوخوا ۸.۵ میلیونه، ویکټوریا کې ۷ میلیونه، کوینزلنډ کې ۵.۶ میلیونه، لویدیځې آسټرالیا کې ۲.۹میلیونه، سویلي آسټرالیا کې ۱.۸ میلیونه، تزمانیا کې ۵۷۶ زره، مرکزي سیمې کې ۴۷۵ زره او په شمالي سیمې کې شاوخوا ۲۵۴ زره کسان ژوند کوي.

د آسټرالیا د ایالتونو نفوس ته په کتلو سره ویلی شو چې د آسټرالیا له ۵۰ سلنه څخه زیات اوسېدونکي د آسټرالیا په دوو لویو ایالتونو / نیو ساوت ویلز او وېکټوریا کې ژوند کوي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service