د آسټرالیا د تابعیت له ترلاسه کولو وروسته تاسو کوم حقونه او مسئولیتونه لرئ؟

Australian citizenship.png

Credit: GettyImages

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې له ۱۹۴۹ کال راهیسې څه باندې ۶ میلیونو کسانو د آسټرالیا تابعیت ترلاسه کړی دی.


آسټرالیا د مختلفو کلتورونو د خلکو ګډ کور دی او هر کال په لسهاوو زره په شرایطو برابر کسان د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کوي.

د آسټرالیا تابعیت ترلاسه کول په دې معنی چې تاسو د آسټرالیا ارزښتونو ته دوامداره ژمنتیا لرئ او په رسمي ډول د ټولنې غړیتوب ترلاسه کوئ.

لومړی ځل په ۱۹۴۹م کال کې ۲۴۹۳ کسانو ته د آسټرالیا تابعیت ورکړل شوی چې د نړۍ له ۳۵ مختلفو هېوادونو څخه آسټرالیا ته کډه شوي وه. له هغې وروسته دغه لړۍ دوام لري او هرکال په لسهاوو زره نوي کسان د آسټرالیا تابعیت ترلاسه کوي.
د آسټرالیا د تابعیت ګټې:
  • د آسټرالیا د تابعیت له ترلاسه کولو وروسته تاسو کولای شئ د آسټرالیا پاسپورټ ترلاسه کړئ.
  • له آسټرالیا څخه بهر د ژوند یا سفر پرمهال کولای شئ  ۲۴ ساعته قونسلي خدمتونو ته لاسرسی ولرئ.
  • په آسټرالیا کې دولتي وظیفه ترلاسه کړئ.
  • ځان په ټاکنو کې نوماند کړئ یا هم د ټاکنو یوه نوماند ته رایه ورکړئ.
  • که چېرې ستاسو ماشوم له آسټرالیا څخه بهر پیدا شي، نو ستاسو ماشوم هم کولای شي د آسټرالیا تابعیت ترلاسه کړي.
مسئولیتونه:
  • د آسټرالیا له قوانینو اطاعت 
  • د اړتیا پرمهال له آسټرالیا څخه دفاع
  • په ټاکنو کې رایه اچونه
  • په محکمې کې منصفه هیئت
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service