د کور اخیستلو لپاره باید کوم ډول پور ترلاسه کړئ؟

Calculator, house, keys

Source: Getty Images/krisanapong detraphiphat

د پور ترلاسه کولو پرمهال خلک له دوو پوښتنو سره مخ کېږي چې آیا غواړي Fixed rate او یا variable rate قرضه ترلاسه کړي. په دغه راپور کې تاسو د دواړ ډولونو د ګټو او تغیراتو په اړه اورېدلی شئ.


د استرالیا هیواد ته مهاجرت له ننګونو څخه یوه ډکه تجربه ده ځکه د نوي ژوند د پیل لپاره په هر ځای کې باید یو شمېرمهمه کارونه ترسره شي.

هغه کسان چې له اتلس کلونو لوی عمر لري او په استرالیا کې د ژوند کولو قانوني حق ولري نو کولای شي د بانک د پور ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د پور ترلاسه کولو پرمهال خلک له دوو پوښتنو سره مخ کېږي چې آیا غواړي Fixed rate  او یا variable rate قرضه ترلاسه کړي.

د کور لپاره د پور ترلاسه کولو داوړه ډولونه ثابت او دبدلون وړ پورونه خپلې ګټې او ستونزې لري.

که چېرې یو کس Fixed rate پور ترلاسه کړي پدې مانا ده چې د سود قیمت د ټاکل شوې مودې لپاره تغییر نکوي، حتا که مالي اداره د خپل سود قیمت پورته هم یوسي.
پیټر روډاک د ملبورن ښار په ختیځو سیمو کې له خپلې ښځې سره د مورګیج چویس کاروبار پرمخ بیایي.

هغه وايي چې د ثابت قیمت لرونکي  پور پرمهال، پور اخیستونکی له پور ورکونکي سره مني چې د سود قیمت به د کومې مودې لپاره ثابت وي. که چېرې یو څوک د کور لپاره پور اخلي ترڅو په ۲۵ یا ۳۰ کلونو کې هغ بېرته ورکړي نو کولای شي چې د ۳ کلونو لپاره د سود قیمت ثابت کړي.

د ثابت قیمت لرونکي پور پرمهال که چېرې د آسټرالیا مرکزي بانک د سود قیمت بدل کړي نو ستاسو پر پور به هېڅ اغیز ونلري.

If you are borrowing more than 80 per cent of the value of the house, your lender will ask you to get a lenders mortgage insurnace.
اگر بیشتر از ۸۰ درصد ارزش خانه را قرض کنید، قرضه‌دهنده شما را ملزم به گرفتن بیمه قرضه‌دهندگان می‌سازد. Source: Getty Images/OsakaWayne Studios
 ثابت قیمت لرونکی پور د ډېریو خلکو د پام وړ ګرځي ځکه د Fixed rate پور پرمهال خلک پوهېږي‌ هره میاشت باید څومره پیسې د کور د قرض لپاره ورکړي او د سود د قیمت لوړوالی په پور اغېز نلري.

مګر د Fixed rate پور یو زیان دادی که چېرې د سود قیمت کم شي نو پور اخیستونکی باید د ټاکل شوې مودې لپاره باید لوړ قیمت سود ورکړي.

ښاغلی روډاک وايي که چېرې تاسو داسې یو شخص یاست چې د خپل کور قرض له ټاکلې اندازې زیات  نه ورکوئ، نو Fixed rate  یو ښه انتخاب ده ځکه اوس د ثابت سود قیمت له variable rate څخه هم کم دی.

په دغه راپور کې تاسو د Fixed rate او Variable rate د ګټو او تغیراتو په اړه اورېدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service