د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې دا ورځ د خپل ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پيژندلې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي لمانځل کېږي.
د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې د لمانځلو بله موخه د هغو لږکیو د ژبو ژغورنه ده چې دم کړۍ د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ په ۲۰۱۰ م کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې يې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
خو له دغې پرېکړې نږدې یو لسېزه مخکې، د بنګله دېش خلکو د ملګرو ملتونو د هغه مهال له عمومي سرمنشي کوفي عنان څخه د دغې ورځې د لمانځلو غوښتنه کړې وه.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.