آسټرالیا هر کال ۷ سانتي متره د آسیا لویې وچې ته نږدې کېږي

Earth Australia

آسټرالیا د مساحت له پلوه د نړۍ شپږم لوی هېواد دی او شاوخوا ۲۷ میلیونه نفوس لري. Credit: loops7/Getty Images

په ورستیو کلونو کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې آسټرالیا د نقشې په هغه ځای کې موقعیت نلري چېرته چې تاسو فکر کوئ او شمال خوا ته د حرکت په حال کې ده. د آسټرالیا د جغرافیې په اړه مهم معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.


آسټرالیا له روسیې، کاناډا، چین، امریکا او برازیل وروسته د نړۍ شپږم لوی هېواد دی او په سویلي نیم کرې کې پروت دی.

آسټرالیا ۷ میلیونه ،۶۹۲ زره او ۲۴  کیلومتره مربع مساحت لري چې د اصلي وچې ترڅنګ لویې او کوچنۍ ټاپوګانې هم په کې شاملې دي. د دغه هېواد اصلي وچه له شمال څخه تر جنوب پورې ۳۱۳۸ کیلومتره او له ختیځ څخه لویدیځ پورې ۳۹۸۳ کیلومتره اوږدوالی لري.

آسټرالیا د نړۍ له هېڅ هېواد سره د ځمکې لار نلري. اندونیزیا، نوی زیلنډ، پاپوا نیو ګیني او ختیځ تیمور د دغه هېواد ترټولو نیږدې ګاونډي هېوادونه دي.
ایالتونه او ښارونه:

آسټرالیا د سیاسي جوړښت له پلوه ۶ ایالتونه لري چې د نیو ساوت وېلز، وېکټوریا، تزمانیا، کوینزلنډ، سویلي آسترلیا او لویدیځې آسټرالیا په نومونه یادېږي.

دغه هېواد دوه سیمې هم لري چې د شمالي او مرکزي سیمو نومونه ورکړل شوي دي. د آسټرالیا هېواد پلازمېنه کانبرا نومېږي چې په اې سي ټي یا د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې موقعیت لري.

سیډني، ملبورن ، برزبن، پرت، داروین او اډېلېډ د دغه هېواد لوی ښارونه دي.
 Australia
 سیډني د آسټرالیا ترټولو لوی ښار دی، په دغه ښار کې شاوخوا ۵.۳ میلیونه خلک ژوند کوي. Source: AAP / AAP Image/Dean Lewins
ټاپوګانې او سمندرغاړې:

د آسټرالیا هېواد ۸۲۲۲ ټاپوګانې لري چې د اصلي وچې په شاوخوا کې پرتې دي. که چېرې یو کس وغواړي ترڅو هره ورځ د آسټرالیا له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړي نو شاوخوا ۲۲ کاله وخت نیسي.

آسټرالیا نږدې ۱۲ زره ښکلې سمندرغاړې هم لري او که چېرې تاسو وغواړئ هره ورځ له یوې سمندغاړې لیدنه وکړئ نو تاسو ممکن په ۳۲ کلونو کې دغې موخې ته ورسېږئ.
بومي آسټرالیایان:

بومي اسټرالیایان د دغې خاورې اصلي اوسېدونکي دي چې لسګونه زره کاله اوږد تاریخ لري او په دوو ډلو ویشل شوي چې یوې ډلې ته ابوریجنل او بلې ډلې ته ټوریس سټریټ آیلنډرز ویل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې د آسټرالیا شاوخوا ۸۱۲ زره کسان یا ۳.۲ سلنه اوسېدونکي بومي آسټرالیایان دي. مگر د آسټرالیا پاتې نور خلک په اصل کې د هغو آسټرالیایانو له نسل څخه دي د نړۍ له نورو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال آسټرالیا د بېلابېلو کلتورونو د خلکو ګډ کور دی.
آسټرالیا د حرکت په حال کې ده:

په ورستیو کلونو کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې د آسټرالیا لویه وچه د حرکت په حال کې ده او د نقشې په هغه ځای کې موقعیت نلري چېرته چې مونږ فکر کوو. د بزنس انسایډر، د یوه راپور پر اساس د آسټرالیا لویه وچه په تېرو ۵۰ کلونو کې له خپل ځای څخه ۴ ځله خوځېدلې ده.

په ۲۰۰۹ کال کې د آسټرالیا د کرټن پوهنتون لخوا په څېړنو کې موندل شوې چې د آسټرالیا لویه وچه شمال خوا ته د حرکت په حال کې ده او هر کال د اسیا لویې وچې ته نېږدې کېږي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د آسټرالیا د ځمګپوهنې ادارې اعلان وکړ چې د آسټرالیا لویه وچه هرکال ۷ سانتي متره له خپل ځای څخه خوځېږي.

یو شمېر ساینسپوهان په دې باور دي چې د آسټرالیا لویه وچه به په راتلونکو ۵۰ میلیونو کلونو کې د چین هېواد له سویل لویدیځې برخې سره یو ځای شي.
Australia
Australia in 2025 Credit: FotografiaBasica/Getty Images
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیا هر کال ۷ سانتي متره د آسیا لویې وچې ته نږدې کېږي | SBS Pashto