د اکټوبر۹مه د پوسټ نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې.
د پوسټ نړیوالې ورځې تاسیس د ۱۸۷۴ کال د اکتوبر په ۹مه شوی، کله چې د برلین په ښار کې د نړیوال پوسټ خدماتو د تاسیس لپاره د نړیوالې ټولنې (UPU) بنسټ کېښودل شوو.
د دې ورځې د نمانځنې موخه دا ده چې د پوسټ خدمتونو د ارزښت، روڼتيا او د نړیوالې ټولنې په تګلاره کې د دغو خدمتونو اهمیت وپېژندل شي.
د پوسټ نړیواله ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پوسټ خدماتو د ادارو له لوري لمانځل کیږي، چې بېلابېل فعالیتونه او پروګرامونه وړاندې کوي.
نن ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ نږدې ټول هېوادونه د «یونیورسل پستي ټولنې» غړیتوب لري.
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیا وايي، له تېرو دریو کلونو راهيسې يې هڅه کړې چې په افغانستان کې د پوسټي خدماتو شرکتونه معیاري شي او خلکو ته اړين چوپړونه وړاندې شي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي له اسبياس پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دمکړۍ په افغانستان کې د افغان پوسټ دولتي شرکت ترڅنګ ۱۵ خصوصي پوسټي شرکتونه فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه، دغه شرکتونه نه یوازې په کور دننه بلکې د بېلابېلو هېوادونو د پوسټي شرکتونو سره لېږد را لېږد لري.
مګر د نرګس په نوم د کابل ښار اوسېدونکې که څه هم پوسټي خدمات په ژوند کې یوه اړتیا په ګوته کوي خو وايي، په افغانستان کې ورته لازم کار نه دی شوی.
هغې له اسبياس پښتو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پوسټي خدماتو برخې ته لا ډیر کار وکړي او بیې يې کنټرول کړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.