په کال ۲۰۱۹ کې د افغانستان او اسټراليا ديپلوماتيکې اړيکې ۵۰ کلنې شوې او تيرو دوو کلونو راهيسې دا اړيکې له يو لړ مراسمو سره لمانځل کيدلی.
د اسټراليا حکومت له تمې لرې په کابل کې خپل سفارت لنډمهاله بند کړ او د سفارت تړلو ترڅنګ يې له افغان حکومت سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.
د اسټراليا حکومت خپل سفارت تړلو دليل امنيتي مسايل په ګوته کوي ولې بيا ځيني کار پوهان وايي، اسټراليا کولی شو پدې حساس وخت کې نور غوراوي تعقيب کړي وای.
پخواني افغان ديپلومات فضل کټوازي له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې د اسټراليا د حکومت وروستی پريکړې رڼا اچولې.
ښاغلی کټوازي چې پخوا يې جنوبي کوريا او اسټراليا کې د يو ديپلومات په توګه دنده ترسره کړې وايي، د اسټراليا سفارت تړل کيدل پدې حساس وخت کې يو ناسم کار وه.
نوموړی د اسټراليا د حکومت وروستي ګام په اصل کې د افغان حکومت ديپلوماسۍ دستګاه ناکامي بولي.
د ښاغلي کټوازي په وينا، اوسمهال ډير هيوادونه له يو بل سره اړيکې دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ مخې ته وړي او دا مهال ډير هيوادونه کوښښ کوي ترڅو لږ لږښت سره خپل اړيکې مخې ته يوسي.
د اسټراليا د سفارت او پوځي ماموريت سلګونو کار کوونکو د سفارت تړل کيدو وروسته مظاهرو باندې لاس پورې کړ.

Source: Supplied
د اسټراليا حکومت يادو کسانو ته ايمل له لارې ډاډ ورکولو سره دوی هڅولي ترڅو د اسټراليا بشري مرستو ويزو لپاره غوښتنليک ورکړي.
د افغانستان او اسټراليا دوه اړخيزې ديپلوماتيکې اړيکې لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۶۹ کې پيل شوې او بيا ۲۰۰۰ کال وروسته دواړو هيوادونو استوګن سفيران يو بل په هيوادونو کې ميشت کړل.
دا مهال افغانستان په اسټراليا کې سفارت لري او ياد سفارت ميشتو افغانانو ته قنسلي خدمتونه وړاندي کوي او هم له اسټراليايي چارواکو سره اړيکې پالي.
پخواني افغان ديپلومات ښاغل فضل کټوازی د اسټراليا او افغانستان ديپلوماتيکو اړيکو باندې رڼا اچولې چې دا ټول بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.