طالبان وايي افغانستان امن دی خو خلک د پاسپورټونو د ترلاسه کولو هڅه کوي، ولې؟

Afghanistan Passport.jpg

Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb

وروسته تر هغه چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د پاسپورټونو لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخېستو لړۍ پیل کړه، سلګونه کسان هره ورځ په کابل ښار کې د دغه ریاست مخې ته راټولېږي او هڅه کوي تر څو پاسپورټ ترلاسه کړي.


د هېنلي او پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو ته لومړی او د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی دی.

سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

په یاد لېست کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق او پاکستان نومونه لیدل کېږي>
د طالبانو حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې د پاسپورټونو لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخېستو لړۍ پیل کړې ده.


که څه هم د دغه بهیر پیل ته یو شمېر افغانان خوښ دي خو د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي بیا په دې ریاست کې د کاغذي غوښتونلیکونو د اخیستو په بهیر کې له ګډوډۍ او بې نظمۍ شکایت کوي.


د کابل ښار ځینې نور اوسیدونکي بیا د پاسپورټ له ټکني بهیره اندېښنه څرګندوي او وايي، چې له څو مېاشتنې انتظار وروسته هم پر دې نه دي توانیدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

دوی که څه هم د پاسپورټونو لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخېستو بهیر پیل ته خوښ دي خو سر له هغه هم د پاسپورټ ریاست څخه غواړي چې په کابل ښار کې دې د پاسپورتونو د ویش لړۍ نور هم چټګه کړي ترڅو خلکو ته په دې برخه کې لا ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service