آسټرالیایان په ۲۰۲۴ کال کې له ویزې پرته چېرته سفر کولی شي؟

د آسټرالیا اوسېدونکي په روان کال کې کولای شي د تېر کال په پرتله لا ډېرو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. د دغه هېواد پاسپورټ لرونکي کسان کولای شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته سفر وکړي.

A person holding an Australian passport.

د آسټرالیا پاسپورټ لرونکي کسان کولای شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته سفر وکړي. Source: Getty, AFP / Patrick T Fallon

مهم ټکي:
  • د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو لومړی ځای خپل کړی دی.
  • د هینلي او پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د آسټرالیا، نوي زیلنډ، چک او پولنډ هېوادونو پاسپورټونو شپږم ځای خپل کړی.
  • د آسټرالیا اوسېدونکي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
  • د افغانستان پاسپورټ ته د ۱۹۹ هېوادونو په درجه بندۍ کې وروستی ځای ورکړل شوی خو اوسېدونکي یې کولای شي ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو لومړی ځای خپل کړی دی.

د دغو هېوادونو پاسپورټ لرونکي کسان کولای شي د نړۍ ۱۹۴ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وګړي.

سویلي کوریا، سویډن او فنلنډ د پاسپورټونو په نوملړ کې دویم ځال خپل کړی. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي‌ د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د پاسپورټونو د درجه بندۍ نوملړ د هینلي او پارټنرز شرکت لخوا خپور شوی. یاد شرکت د دغه لېست د جوړولو لپاره د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) معلومات کارولي دي.
A table displaying the best passports for visa-free travel
Source: SBS
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې آسټرالیا، نوي زیلنډ، چک او پولنډ هېوادونو شپږم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د آسټرالیا پاسپورټ لرونکي کسان کولای په اروپا کې له ۴۰ څخه زیاتو ځایونو ته سفر وکړي، پشمول دې جرمني، فرانسې، آیرلنډ، سویډن، هالند او انګلستان.

د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر او عمان.
د هغو هېوادونو په لېسټ کې چې آسټرالیایان کولای شي هلته له ویزې پرتله سفر وکړي، د داسې هېوادونو نومونه هم شامل دي چې د آسټرالیا حکومت له خلکو غواړي ترڅو هلته سفر ونکړي لکه اوکراین، لبنان او ایران.

اسرائیل او فلسطین له هغو ځایونو څخه دي چې له آسټرالیایانو غوښتل شوي چې هلته د سفر د اړتیا په اړه له سره غور وکړي.

په نړۍ کې ۳۷ داسې سیمې دي چې آسټرالیایان هلته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي او یا هم هلته د سفر اجازه ولري. له دغې ډلې څخه نیمایي یې په افریقا کې دي، پشمول د ګانا ، سویلي سوډان او یوګانډا.
سره لدې چې نارو او پاپوا نیو ګیني د آسټرالیا ګاونډي هېوادونه دي، آسټرالیایان باید دغو سیمو ته له سفر مخکې ویزه ترلاسه کړي.

د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی.

سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ دی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Amy Hall
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service