د راډیو نړیواله ورځ: په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ راډیو ګانې فعالیت لري

U.S. Troops Deploy To Eastern Afghanistan

د راډیو نړیواله ورځ: په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ راډیو ګانې فعالیت لري Credit: Scott Peterson/Getty Images

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وړاندې په افغانستان کې سلګونو راډیوګانو فعالیت درلود چې خپل لګښتونه يې له سوداګریزو اعلانونو او نړیوالو مرستو څخه پوره کول.


د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په ۲۰۱۲ م کال کې د ملګرو ملتونو د پوهنې، کلتور او ساینس ادارې غونډه کې د اسپانیا د وړاندیز له مخې په ګوته شوه او ورپسې کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې په ټولیز ډول ومنل شوه او د نړیوالې ورځې په توګه يې اعلان کړه.

یونسکو وايي د راډیو نړیوالې ورځې تر شاه لامل دا دی چې دا یو ارزانه او یوه مشهوره وسیله ده، چې کولي شي تر ټولو لرې پرتو سیمو او ګوښیو شوو ټولنو ته معلومات پوهنه او پیغام ورسوي.

په نړۍ کې د راډیو جوړېدو څه باندې پیړۍ ووته، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس لاهم دغه رسنۍ په پراخ ډول اوریدل کیږي.
راډیو هغه غږیږه رسنۍ ده چې د ټولنې د هرې کچې او هر قشر وګړي په هر ځای کې ورته لاس رسی لري او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ژر او باوري معلوماتو د لیږدولو تر ټولو ساده وسیلې په توګه د وګړو په منځ کې د خلکو پام ځانته اړولی دی.

د راډیو اختراع او د امواجو په وسیله د غږ خپریدل د چاپ له ماشين وروسته په نړۍ کې د کلتور او پوهې د لیږد دوهم ستر انقلاب ګڼل کیږي، او مخ پر ودې هېوادونو کې چې د سواد کچه پکې ټېته ده، د خلکو په منځ کې ځانکړی ارزښت هم لري.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر افغانستان کې هم راډیو په رسنیز ډګر کې لا لومړی ځای ساتلی دی.

په افغانستان کې بیا د راډیو خپرونې ۱۰۵ کاله دمخه د پخواني پادشاه امان الله خان په دوره کې پیل شوي او شاوخوا یوه پیړۍ وروسته لاهم راډیو په افغانستان کې خلکو ته د معلوماتو د رسولو د چتګې وسیلې په توګه خپل ځای ساتلی دی.

خو دا دویم کال دی چې د راډیو نړیواله ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې را رسیږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لسګونه راډیو ګانو خپل نشرات بند کړي او کوم هغه چې اوس مهال فعالیت لري د اقتصادي ستونزو له امله يې نشرات د پخوا په پرتله کم کړي دي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د راډیو نړیواله ورځ: په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ راډیو ګانې فعالیت لري | SBS Pashto