آسټرالیا ته د افغانانو له راتګ سره د اسلام دین څرنګه خپور شو؟

Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers

Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers Source: State Library

اوښبه افغانان په آسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. په ۱۸۶۰ م کال کې د لومړنیو اوښبه افغانانو له راتګ وروسته آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی. یو شمېر لیکوالان باور لري چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه فغانان اسټرالیا ته راغلي و.


آسټرالیا ته د اروپایانو له راتګ څخه مخکې د اندونیزیا هيواد کب نیونکو له بومیانو سره اړیکې درلودې او یو شمير مسلمانانو د آسټرالیا له اصلي اوسیدونکو سره ودونه هم کړي وه.

آسټرالیا هيواد ته د افغانانو له راتګ وروسته د اسلام دین په دغه هيواد کې خپور شوی او د مسلمانانو په شمير کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته د البانیا، ترکیه او لبنان هېوادونو زرګونه اوسیدونکي آسټرالیا ته کډوال شوي.

د شلمې پيړۍ په ورستیو او د یو ویشتمې پیړۍ په لومړیو کې له شاوخوا ۶۰ هېوادونو څخه نوي مسلمانان آسټرالیا ته کډوال شوي.

نن ورځ له ۸۰۰ زره څخه زیات مسلمانان په آسټرالیا کې استوګنه لري او دغه شميرې د هرې ورځې په تيرېدلو سره د زیاتيدو په حال کې دي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیا ته د افغانانو له راتګ سره د اسلام دین څرنګه خپور شو؟ | SBS Pashto