شاهد افریدی وايي که چېرې فرصت برابر شي حاضر دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی شي

Pashtun cricket.jpg

Credit: Gettyimagaes/AAP

شاهد افریدي له اس بي اس سره د خبرو پرمهال د افغانستان د ملي لوبډلې او د کرېکټ په دګر کې د پښتنو لوبغاړو د استعداد په اړه خپل نظر شریک کړی دی.


د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدی وايي که چېرې ورته فرصت برابر شي نو حاضر دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي مسئولیت پرغاړه واخلي.

ښاغلی افریدی چې اوسمهال آسټرالیا ته په سفر راغلی، د اس بي اس پښتو راډیو د دغې پوښتنې په ځواب چې آیا د غوښتنې په حالت کې به د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي‌ مسئولیت ومني‌ او که نه؟ ویلي که چېرې ورڅخه غوښتنه وشي یا فرصت برابر شي حاضر دی چې ملاتړ وکړي.

هغه وايي: " زموږ خپل خلک دي، زما خپله ورسره یو تعلق دی، زموږ د مشرانو د هغوي له مشرانو سره یو تعلق وه."

"چې کله هم ماته فرصت برابر شي، یقیناً زه حاضر یم."
ښاغلی افریدی وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د پام وړ ښې لوبې ترسره کړي او هیله لري چې د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو ترڅنګ به په تېسټ لوبو کې هم ښه ټیم جوړ شي.

د کرېکټ په نړۍ کې دغه پېژندل شوی لوبغاړی د پښتنو د استعداد ستاینه هم کوي او وايي‌ چې د افغانستان خو تقریباً ټول لوبغاړي پښتانه دي، مګر د پاکستان ښه لوبغاړي هم له خیبر پښتونخوا سره تعلق لري.

"کوم ټېلېنټ (استعداد) چې له KPK (خیبر پښتونخوا) نه راځي هغه ډېر زبردست ټېلېنټ ده او کله کله حیران شم چې سهولتونه دومره زیات ندي، د هغه با وجود هم دومره ټېلېنټ هلته نه راځي."

"امید کوم چې انشاالله څومره پخواني کریکټران چې تعلق یې له خیبر پښتونخوا سره ده، هغوی هلته [خیبر پښتونخوا کې] د ښو اکاډمیو جوړول شروع کړي."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service