د اروزګان والي، محمد عمر شېرزاد له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې د آسټرالیایی ځواکونو شتون په دغه ولایت کې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز درلود ځکه هغه وخت په بېلابېلو برخو کې لګښتونه کېدل او پروژې عملي کېدلې.
ښاغلی شېرزاد وايي چې له آسټرالیایي ځواکونو مخکې په ارزوګان ولایت کې هالنډي ځواکونه مېشت وه او هغوی ډېرې مرستې کولې، په ځانګړې توګه اسټرالیایانو د زراعت، روغتیا او تعلیم په برخو کې مرستې کولې.
" آسټرالیایانو ډېرې مرستې کولې او دا مرستې د زراعت په برخه کې، د صحت په برخه کې، د زده کړو او معارف په برخه کې وې، مکاتب جوړېدل، معلمینو ته معاشات ورکول کېدل، دلته ښې لیسې جوړې شوې، مکاتب جوړ شوه، د آسټرالیا په مرسته باندې کلینیکونه جوړ شول".
" دا د آسټرالیا د هېواد کمک وه او تر اوسه پورې هم دا ځایونه دلته شته او د افغانستان خلک دې نه ګته پورته کوي."
ښاغلی شېرزاد وايي، د آسټرالیایي ځواکونو د شتون پرمهال "سلګونه خلک په پي آر ټي کې وه او په پروژو کې مصروف وه" او "هغه وخت کې چې اسټرالیایانو پیسې دلته مصرفولې اقتصادي ژوند د دې خلکو ډېر ښه وه او د خلکو یاد دي دا"
په ۲۰۱۳ کال کې آسټرالیايي ځواکونه له اروزګان ولایت څخه ووتل او د افغانستان په نورو سیمو کې په دنده وګمارل شول ترڅو له ایتلافي ځواکونو سره په جګړې کې مرسته وکړي. څو ورځې وړاندې د آسټرالیا د دفاع وزیر، پیټر ډټن وویل چې د آسټرالیا ټول سرتیرې له افغانستان څخه ویستل شوي دي.
محمد عمر شېرزاد په ارزوګان ولایت کې د آسټرالیايي ځواکونو د شتون پرمهال هم په دغه ولایت کې د والي په توګه دنده ترسره کړې. هغه وايي چې په تېرو ۱۰ کلون کې "په ځینو ساحو کې پیشرفت راغلی دی او په ځینو ساحو کې بیا په حساب شاتګ شوی دی."
هغه وايي چې د حکومتدارۍ سیسټم، څارنوالۍ، محاکم او ولایتې ادارې نسبت پخوا ته پیاوړې شوي او په دغه برخو کې پرمختګ شوی دی.
" د حکومتدارۍ سیسټم نسبت پخوا ته، عدلي او قضایي ارگانونه ، ملکې ادارې او همدا ډول په پولیسو او اردو کې ډېر زیات اصلاحات راغلي، ډېر زیات پرمختگ راغلی دی."
لا ډېر ولولئ

آيا افغانستان به هم اسټراليا کې خپل سفارت وتړي؟
ښاغلی شېرزاد وايي چې په ځینو ساحو کې ستونزې شته " زمونږ لارې له ولسوالیو سره بندې دي، حکومتي ځواکونه یا د حکومت له طرفه په دغو لارو باندې د ولسوالیو مرکزونه ته تگ او راتگ نشي کېدلای، چې دا یوه ستونزمنه خبره ده."
" طالبانو اکثریت لارې بندې کړي، خصوصاً د حكومتي خلکو پر مخ باندې، حتی د کندهار- ترینکوت لاره، طالبانو هم د ملکې خلکو پر مخ ترلې ده او هم د دولتی خلکو پر مخ تړل شوې، دا یو ستونزمن کار دی د خلکو ژوند یی له ستونزو سره مخامخ کړی، د دولسونو ژوند یې ډېر له مشکلاتو سره مخامخ کړی، ځینو دغو ساحو کې خلک په تکلیف دي او خلک ښه ډول لاسرسی نلري دا یوه ستونزه ده."
د تېرې جمعې په ورځ طالبانو د ځینو سرحدي سیمو له نیولو وروسته اعلان وکړ چې د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاورې حاکمیت لري.
ښاغلی شېرزاد زیاتوي، د روان کال په اپریل میاشت کې، له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې تر سپتمبر میاشت پورې به خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي، د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په اروزګان ولایت هم د طالبانو بریدونه زیات شوي.
"طالبانو په اروزګان ولایت کې هم خپلې تهاجمي حملې پیل کرې، په ولسوالیو کې د اردو او پولیسو په بیسونو باندې، همدا ډول په مرکز ترینکوت باندې."
"یو شمېر هغه سیمې چې مونږ ونشو کولای هغو ته اکمالات وکړو، او د ښو امنیتی تدابیرو په خاطر او د ښو امنیتي پلانونو په درلودلو سره مونږ هغه سیمې خوشې کړې، هغه دلیل دا وه چې مونږ نه غوښتل چې هلته زمونږ نظامي او ملکي تلفات رامنځ ته شي. زمونږ نظامي او ملکي افراد او اشخاص له منځه ولاړ شي."
سره لدې چې راپورونه ښيي وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت یو شمېر ولسوالۍ نیولي او د ارزګان ولایت مرکز ترینګوټ د محاصرې په حالت کې دی. ښاغلی شېرزاد پدې باور ده چې طالبان نشي کولای د دغه ولایت مرکز ونیسي.
" د دې امکانات زما په نظر هیڅ وجود نلري. مونږ دلته دومره قوتونه لرو، دومره امنیتي تدابیر او امنیتی پلانونه لرو چې که دشمن حمله کوي، طالبان په ترینکوت حمله کوي، د دوي حمله به پر شا تمبول کېږې."
لا ډېر ولولئ

آيا نړيواله ټولنه طالبان بريالي کول غواړي؟
'د محاصرې په حال کې'
په ولسي جرکې د ارزوګان ولایت د خلکو استازی قدرت الله رحیمي وايي، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ تر اوسه تهدید لاندې ندی، مګر د ترینکوټ ښار د محاصرې په حال کې ده او که چېرې په ترینګوټ باندې حمله شروع شي نو فکر نکوي چې حکومت دې مقاوت وکړی شي.
" ارزوګان شپږ ولسوالۍ لري. تقریباً ۵ ولسوالۍ خو مکملې د طالبانو لاس کې دي، یو دهراوود ولسوالي ده چې هلته د اردو یو کنډک پروت دی، پولیس هم هلته دي، ولسوالي هم هلته ده، امنیت ملي مدیریت هم هلته ده، یو دغه کنډک د دولت په لاس کې ده."
"د ترینکوټ وضعیت اوس نورمال دی او ترینکوټ تقریباً څلور کاله مخکې چې یو ځل له سقوط سره مخامخ شو له هم هاغه وخت څخه تر اوسه پورې محاصره دی"
'اوس حالت خورا توپیر لري'
ښاغلی رحیمي وايي، هغه وخت چې آسټرالیایان په ارزوګان ولایت کې وه، هغه مهال مطیع الله خان ژوندی وه، د پولیسو تشکیل زیات وه، امنیتي وضعیت ښه وه او پروژې عملې کېدلې.
"هغه وخت امنیت ښه وه، هغه وخت حکومتداری ښه وه، هغه وخت ولس او حکومت همغږي سره درلوده"
'راځئ چې افغانستان جوړ کړو'
تېره میاشت (جون) د آسټرالیا د کورنیو چاور وزارت اس بی اس پښتو ته ویلي وه چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې شاوخوا ۱۴۰۰ هغو کسانو د آسټرالیا ویزې ترلاسه کړې چې په افغانستان کې یې له آسټرالیایانو سره کارونه ترسره کړې وه.
د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي " زه غوارم چې په دې وطن کی پاتی شم او د دی د سولی او امنیت لپاره کار وکړم."
" دا د هغو خلکو حق دی که هغوی غواړي او آسټرالیایان ورته پناه ورکوي نو زه په دې اړه څه نشم ویلی، ځکه آسترالیایان پناه ورکوي او خلک که غواړي نو زه په دی هکله کوم خاص نظر نلرم."
" ولې زما هیله دا ده له ټولو افغانانو څخه چې راځئ دلته دا وطن جوړ کړو، په دې وطن کې صلح او امنیت راشي، د دې وطن د بهبود او آبادی او سولې او امنیت لپاره کار وکړو."